د روند سبز مسولین: پر پاکستان باید نړېوال فشارونه زیات شي

په افغانستان کې د روند سبز مسولین وايي، نړېواله ټولنه باید پر پاکستان خپل فشارونه زیات کړي.

د دغه بهیر مشر امرالله صالح نن په کابلکې یوه خبري ناسته کې وویل چې نړېواله ټولنه له افغان ځواکونو سره د مالي او تخنیکې مرستو ترڅنګ، باید پر پاکستان باندې د تروریستاتو د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه فشارونه زیات شي.

((نړېواله ټولنه باید پر پاکستان باندې د تروریستانو د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه باید خپل فشارونه زیات کړي.))

دا څرګندونې په کندز ولایت کې د وروستیو امنیتي پيښو تر رامنځته کیدو وروسته کیږي.

ښاغلي صالح همدارنګه وویل، هغه مسولین چې د امنیت د ټینګښت په برخه کې ناغیړي کړې وي باید له دندو لري شي.