افغان سرتېرو د کندز ښار زیاتې سیمې له وسله والو طالبانو څخه پاکې کړي

د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې افغان سرتېرو د کندز ښار زیاتې سیمې له وسله والو طالبانو څخه پاکې کړي دي.

د کندز د امنیې قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني ازادي راډیو ته وویل؛ بالاحصار، ازادي واټ، چهل دختران، جاده یې ګل تپه هغه سیمه دي چې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو څخه بېرته نیولي دي.

هغه وویل چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر عملیات په احتیاط سره پر مخ روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندز ښار د نیولو په اړه ضد او نقیض راپورونه موجود دي.

وسله وال طالبان وايي چې د کندز ښار زیاتې سیمې د دوی تر کنټرول لاندې دي.