تاجکستان له افغانستان سره خپلې ۳ تړلې لارې بېرته پرانیستلې

د تاجکستان حکومت د افغانستان پر پوله هغه ۳ سرحدي لارې چې پر کندز د طالبانو تر حملې وروسته تړل شوې وې؛ بېرته خلاصې کړې.

د تاجکستان د سرحدي ځواکونو ویاند محمد اولوغ خواجه ایف څرګنده کړه چې پر کندز د طالبانو تر حملې وروسته د دریايي پنج، روز وای او د تاجکستان په درواز سیمه کې د ایشکاشم لارې تړل شوې وې.

اولوغ خواجه ایف څرګنده کړه چې دا لارې ټولې بېرته پرانیستل شوي دي.

د تاجکستان د ملي امنیت کمیټې په اګست کې وویل چې د سخت دریځو ډلو یو شمېر وسله وال غړي د افغانستان په شمالي سیمو کې د تاجکستان پولو ته نږدې سیمو ته ورتښتېدلي دي.

تاجکستان او افغانستان 1.344 کیلومتره ګډ واټن لري.