د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان وايي چې د سوریې پولې ته نږدې؛ پر خپل هوايي حریم د روسیې د الوتکو تیری نه شي زغملای.
اردغان پرون (سه شنبه) په بروکسل کې وویل چې د ترکیې په څېر ملګري هېواد له لاسه ورکول به روسیې ته ستر تاوان ورسوي.
د ترکیې حکومت پر خپل هوايي قلمرو د روسي الوتکو د دوو حملو خبر ورکړی او په دې اړه یې په انقره کې د روسیې سفیر دوه وارې احضار کړی دی.
د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ ویلي چې د ترکیې پر هوايي حریم د روسیې د جنګي الوتکو تعرض، د منلو او زغم وړ نه دی.