د کیف پارلمان د اوکرایین په وسله والو ځواکونو کې د بهرنیو سرتیرو موجودیت قانوني کړ.
دغه مسوده نن په پارلمان کې تر دوهم ځل غور وروسته هم تایید شوه.
د پارلمان استازو د دې مسودې په لومړي ځل غور کې د هغه بهیر اسانه کول تصویب کړي وو له مخې یې چې بهرني اتباع کولی شي د اوکرایین د تابعیت ترلاسه کولو لپاره د دغه هېواد په پوځ کې دنده ترسره کړي.
دوهمه مسوده مخکې تردې چې د ولسمشر له خوا د توشیح لپاره ولیږل شي، باید بیا هم رایه واخلي.
د دې سند له مخې بهرني اتباع چې مخکې یا له دې وروسته د اوکرایین په پوځي لیکو کې کار کوي د دې وړ دي چې په دغه هېواد کې تر دریو کلونو ژوند کولو وروسته تابعیت واخلي. اوس مهال دغه موده پنځه کاله ده.