د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن د روسیې له سفیر الکساندر مانتیتسکی سره لیدنه وکړه.
د افغانستان د مالیې وزارت نه په دې اړه په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو په دوه اړخیزو تجارتي او اقتصادي مسایلو خبرې.
په خبرپاڼه کې دغه شان راغلي چې په دغو خبرو اترو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې د زیاتوالي، د پانګونې څخه ملاتړ او نورو مهم مسایل شامل ول .
تمه ده چې د افغانستان او روسیې د ګډ تجارتي او اقتصادي همکاریو دریمه ناسته د ۲۰۱۶میلادي کال په لومړیو کې په کابل کې جوړه شي.