روسیه وايي چې جنګي الوتکو يې پرون [دوشنبه] په سوریه کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې [داعش] پر لږترلږه لس مرکزونه وویشتل .
د روسیې دفاع وزارت ویلي چي په پرونیو حملو کې، د سوریې په حمص ښار کې د داعش دری پوپچي سنګرونه ویجاړ شوي دي.
د روسيې حکومت د سوریې پر هوايي حریم د پروازونود بندیز له امکان سره هم شدید مخالف کړی دی.
د روسیې د بهرنیوچارو دوزارت مرستیال پرون وویل : دا مهمه ده چې د هیوادونو د خاورې د بشپړتیا درناوی وشي.
د سپینې ماڼۍ ویاند ، جاش ارنست پرون وویل چې داسې نښې نه لیدل کیږي چې د روسیې حکومت په سوریه کې د داعش پر ضد پر مبارزې د تمرکز لپاره په خپله کړنلاره کې بدلون راوستی دی .