سپیني ماڼۍ په کندز کې پر روغتون هوايي حمله ستره غمیزه بللې

سپیني ماڼۍ په کندز کې پر روغتون هوايي حمله ستره غمیزه بللې ده .

د تیرې شنبې په ورځ په کندز کې پر یوه روغتون په هوايي حمله کې ۲۲تنه ووژل شول.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ پرون [دوشنبه] وویل، امریکا د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره د امکان ترحده احتیاط کوي. جاش ارنسټ څرګنده کړه چې د پيښې په اړه ۳ ځانګړې څیړنې روان دي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو لوي قوماندان جنرال جان کمپبل پرون وویل چې دا حمله د افغان امنیتي ځواکونو په غوښتنه شوې ده .

کامپبل پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې په دې اړه یې څيړنې پیل کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.