دفاع وزارت وايي په فاریات کې ۸۰ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې په فاریاب کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ په نښته کې له اتیا ډېر وسله وال وژل شوي دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل چې دا نښته تېره شپه رامنځ ته شوې ده.

نوموړي وویل چې دا پېښې د فاریاب په غورماچ او قیصار ولسوالیو کې رامنځ ته شوي دي.

دفاع وزارت وایي چې د بدخشان، کندز، فاریاب، سرپل او ننګرهار په شمول په 11 ولایتونو کې دوی پلان شوي تصفیوي عملیات روان دي چې په تېرو 24 ساعتونو کې نژدې 150 وسله وال مخالفان وژل شوي دي.