بخلي: د ښوونکو د اقتصادي وضیعت د ښه کېدو لپاره هڅې روانې دي

د افغانستان د پوهنې وزیر وایي؛ د ښوونکو د اقتصادي وضیعت د ښه کېدو لپاره د دوی هڅې روانې دي.

اسدالله حنیف بلخي نن د ښوونکو د نړېوالې ورځې پهمناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل چې د ښوونکو د اقتصادي وضیعت ښه کېدل د دوی په کاري لومړیتوبونو کې راځي.

په عین حال کې یو شمېر ښوونکي وایي چې باید د دوې وضیعت ته پام وشي ځکه چې لاهم دوی سرپنا نه لري.

د ښوونکو نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر په ۵مه د یونسکو نړېوال سازمان له لوري د ښوونکو د معاش او معیشتي ژوند د ښه والي؛ د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو او پراختیا په موخه لمانځل کېږي.