د قرغزستان سوسیال ډموکراټیک ګوند پارلماني انتخابت ګټلي

د قرغزستان سوسیال ډموکراټیک ګوند په هېواد کې پارلماني انتخابت ګټلي او د انتخاباتو نړېوالو څارونکو هم دغه انتخابات ستایلی دي.

د اروپا د امنیت او همکاری سازمان څارونکو چې د ترسره شویو انتخاباتو بهیریې څارلی ویلي چې انتخابات د رقابت په فضا کې ترسره شول؛ خو د ګوندونو د مالي سرچینو د شفافیت او د چارو د ښه نظم په برخه کې زیات کار ته اړتیا ده.

د انتخاباتو مرکزي کمیسیون د دوشنبې په ورځ وویل چې تقریباً ټولې رایې شمیرل شوي دي. د قرغزستان د انتخاباتو د مرکزي کمیسیون مشر تویګونعلي عبدالرحیموف په بیشکیک کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل:

((سوسیال ډموکراټیک ګوند د ۲۷،۴۵ رایو په ګټلو سره لومړی ځای نیولی دی. دوم ځای وطنپال ریپبلیکه اتاجرت ګوند نیولی چې ۲۰،۱۳ رایې یې خپلې کړي او د قرغزستان ګوند هم ۱۲،۸۱ رایې ګټلې دي.))

شپږو ګوندونو ۱۲۰ کسیز پارلمان ته چې عالي شورا نومیږي؛ د ننوتلو ټاکلی حد پوره کړی دی.

د انتخاباتو د مرکزي کمیسیون مشر وویل چې د مستحقو رایې ورکوونکو په سلو کې ۵۹ یې خپلې رایې استعمال کړي دي. هغه وویل انتخابات په ارامه فضا کې ترسره شول.