د کندهار سوداګرو او صنعتکارو د کندز له زیانمن شویو سره د مرستې ژمنه وکړه

د کندهار ګڼو سوداګرو او صنعتکارو د کندز له اړو اوسېدونکو سره د مرستې ژمنه وکړه.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې راغلي چې په دې هدف پرون په کندهار کې د والي همايون عزيزي په مشرۍ په يوه غونډه کې چې د کندهار سوداګرو؛ صنعتکارو او د اتحاديو مسوولينو په کې برخه درلوده خبرې وشوې.

د کندهار والي په دې غونډه کې د مرستو راټولولو په هدف د يوې کمېټې د جوړولو وړاندیز وکړ چې په مرسته يې بشري مرستې راغونډې او په کندز کې پر اړو کورنيو ووېشل شي.