صدیقي:پاکستان هڅه کوي په خپل هېواد کې روزل شوي تروریستان افغانستان ته راواستوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي؛ د افغانستان پر وړاندې توطئه د یوه ولایت د سقوط تر سطحې پورته ده او پاکستان هڅه کوي چې په خپل هېواد کې روزل شوي تروریستان افغانستان ته واستوي.

د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي دغه څرګندونې نن د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې وکړې او د کندز ښار د سقوط یو لامل د بهرنیو تروریستانو حضور وباله:

((هغه تروریستي مرکز چې زموږ او ستاسو په ګاونډ کې دی؛ هېڅ کله ارام نه دی پاته سوی، هغوی هڅه کوي چې روز شوي کسان افغانستان ته داخل کړي تر څو په افغانستان کې یوه لاسته راوړنه ولری.))

د افغانستان مشرانو جرګې د هېواد امنیتي ارګانونو مسوولین د کندز د سقوط او یو شمېر نورو نا امنیو په اړه نن خپلي استجوابیه غونډې ته ورغوښتي وو.