اسراییلو پر فلسطینیانو د بیت المقدس ښار ته په ننوتو بندیز لګولی دی

اسرائيل د بيت المقدس زاړه ښار ته د فلسطينيانو پر ننوتلو د دوو ورځو لپاره بنديز ولګاوه.

دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې په دې ښار کې په دوو پېښو کې دوه اسرائيليان ووژل شول او درې نور ټپيان شول.

پوليسو نن وويل، دغه بنديز يوازې په ختيځ بيت المقدس کې پر فلسطينيانو تطبيقېږي؛ خو اسرائيليان، سيلانيان، د سيمې ځايي اوسېدونکي، د کار و بار خاوندان او د ښوونځيو ماشومان کولاى شي زاړه ښار ته دننه شي.

په الاقصى جومات کې به د عبادت مراسم هم محدود وي چې يوازې پنځوس کلن نارينه او ښځې يا هم تر دې د پاخه عمر کسان په کې برخه اخيستلاى شي.

پرون ناوخته په زاړه ښار کې يوه فلسطيني سړي دوه اسرائيليان ووژل او يوه ښځه دغه راز يو ماشوم يې د چړې او ټوپک په وسیله ټپيان کړل.

د اسلامي جهاد په نوم سخت دريځې ډلې ادعا کړې چې بريد کوونکى د دوى غړى و. په بله پېښه کې يوه فلسطيني په لوېديځ بيت المقدس کې يو لاروى د چړې په ګوزارونو ټپي کړ. دواړه بريدکوونکي د پوليسو په ډزو وژل شوي دي.