د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې شپږ داعشیان وژل شوي دي

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي؛ د کوټ ولسوالۍ پر ځینو امنیتي پوستو د داعش ډلې په حمله کې د دې ډلې شپږ وسله وال وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشریقوال له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې یاد وسله وال تېره شپه د دې ولسوالۍ د سرې تپې درې په سیمه کې د حملې پر مهال مړه او ټپیان شوي دي.

مشریقوال زیاته کړه چې د وژل شوو وسله والو جسدونه د جګړې په سیمه کې پراته دي چې اکثره یې د پاکستان تبعه دي.

هغه وویل چې په دې نښته کې افغان سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.