حنیف اتمر په کابل کې د ایران له سفیر سره په یوشمېر موضوعاتو خبرې وکړې

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار له هېواد سره د ایران اقتصادي همکاري اړینه وبلله او د هغې پر دوام یې ټینګار وکړ.

دا څرګندوني د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر نن په کابل کې د ایران له سفیر محمد رضا بهرامي سره د لیدنې پر مهال وکړې.

د ملي امنیت شورا له د فتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي اتمر د ایران له سفیر سره په هغه هېواد کې د میشتو افغانانو پر ستونزو او د ترویزم په وړاندې پر ګډې مبارزې هم خبرې وکړې.

بهرامي له افغانستان سره د خپل هېواد له خوا پر اقتصادي همکاریو او هلته میشتو افغانانو ته د اسانتیاو د رامنځته کولو ډاډ ورکړی دی.