د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې په کابل کې یې دوه انتحاري حمله کوونکي هدف ته له رسېدو مخکې وژلي دي.
د ملي امنیت خبرپاڼه وایي چې دغه دوه کسان حقاني شبکې پورې اړوند وو او غوښتل یې چې د نهمې امنیتې حوزې اړوند د ګمرکاتو د پولیسو د روزنیز مرکز د منسوبینو د رخصتۍ پر مهال حملې وکړي.
خبرپاڼه وایي، دغو دوو کسانو پرځان پورې چاودیدونکي توکي تړلي وو چې د پیژندلو پر مهال امنیتي ځواکونو ډزې پرې وکړې او ویې وژل.
تراوسه د حکومت وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.