نی: په کندز کې د څو رسنیو د ودانیو د سوځېدو ترڅنګ یو خبریال هم وژل شوی

"نی" یا په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره وايي چې په کندز کې د رامنځته شوې شوې جګړې له امله د څو رسنیو د ودانیو د سوځېدو ترڅنګ یو ازاد خبریال وژل شوی هم دی.

د نی ادارې اجراییوي مشر عبدالمجیب خلوتګر ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې د دوی د معلوماتو له مخې په کندز ښار کې په تېرو پنځو ورځو کې روشن راډیو تلویزون؛ د پژواک خبري اژانس دفتر، د کندز په نوم راډیو او د میداتیک په نوم یو د فتر په بشپړ ډول سوځول شوي دي.

خلوتګر په جنګ کې له ښکیلو غاړو او افغان حکومت څخه وغوښتل چې په دغه ولایت کې د خبریالانو ته خوندیتوب ته پام وکړي.