د کندهار امنيه قوماندان وايي؛ که امنيت شورا اجازه ورکړي؛ تيار دى چې کندز ته لاړ شي او د دولت ضد وسله والو په وړاندې په جګړه کې برخه واخلي.
جنرال عبدالرازق دا خبره پرون ماښام په کندهار کې يوه کنفرانس ته وکړه:
”موږ د مرکزي حکومت پرېکړې ته ګورو، له کندهار يا له دې زون څخه هم ورسره مرسته کولاى شو؛ موږ ورته تيار يو، اوس د افغانستان د امنيت شورا پرېکړې ته ګورو هر امر چې وکړي موږ هغه پرځاى کوو.“
جنرال عبدالرازق په کندز کې د وسلوالو وروستى پرمختګ د ولايتي ادارې د کمزورۍ او نه همږغۍ نتيجه وبلله.