د ارزګان په ترینکوټ کې وسله والو یو قومي مشر وواژه

د ارزګان ولايت په مرکز ترینکوټ کې د نامعلومو وسله والو په حمله کې یو قومي مشر ووژل شو.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب ازادي راډیو ته وویل چې تېر ماښام وسله والو د مرکز ترینکوټ په مهراباد سیمه کې پر قومي مشر معلم حبیب الله وسله والهحمله وکړه او هغه يې وواژه.

د نایاب په وینا معلم حبیب الله په سیمه کې یو بانفوذه قومي مشر و.

تر اوسه د دې حملې مسوولیت چا نه دى منلى.