روسيې په سوريه کې خپلې هوايي حملې زياتې کړي

روسيه وايي، په سوريه کې به خپلې هوايي حملې زياتې کړي. دغه هېواد تر دې مخکې ويلي وو چې له چهارشنبې راهيسې يې هوايي ځواکونو په سوريه کې څه باندې ٦٠ الوتنې کړې او د تروريستانو پوځي ځواک يې زيات کمزورى کړى دى.

د روسيې د لوى درستيز مرستيال جنرال انډري کارتاپولوف پرون وويل چې روسيه به په سوريه کې خپلې هوايي حملې لا شديدې کړي.

ده دا خبرې پرون په مسکو کې خبريالانو ته وکړې:

”زموږ استخباراتو داسې معلومات ترلاسه کړي چې جنګيالي له هغو سيمو چې په ولکه کې يې وو؛ په وتلو دي. د دوى په ليکو کې وارخطايي او تېښته زياته شوې ده.

شا و خوا ٦٠٠ اجيرو وسله والو خپل سنګرونه پرېښي او هڅه کوي چې اروپا ته ځانونه ورسوي. په همدې ارتباط به موږ نه يوازې خپلو هوايي حملو ته ادامه ورکړو، بلکې شدت به يې لا پسې زيات کړو.“

د کارتاپولوف په خبره روسيې په سوريه کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش څه باندې ٥٠ اهداف ويشتلي دي.

په سوريه کې د روسيې د پوځي حضور پراختيا انتقادونه پارولي دي.