صدیقي: د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش شل کسان وژل شوي دي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې تېره شپه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې شل کسان وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دا کسان د افغان پوځیانو په ګډو عملیاتو کې وژل شوي دي:

((په اچین ولسوالۍ کې مو یو ښه پرمختګ کړی دی. تېره شپه د اچین ولسوالۍ په عبدل خیلو سیمو کې په یو لړ عملیاتو کې د داعش شل کسان وژل شوي دي.))

سیمه ییز چارواکي بیا وايي چې د اچین په عبدل خېلو سیمو کې لا هم خال خال ډزې روانې دي.

په دې سیمه کې له څه وخت راهیسې د افغان پوځیانو او داعش وسله والو تر منځ سختې جګړې روانې دي.