طالبان د هلمند په دوو ولسوالیو کې درې سوه میلیونه افغانۍ عواید لري

د هلمند ولایتي شورا وايي چې طالبان یواځې په دوو ولسوالیو کې د کال درې سوه میلیونه افغانۍ عواید لري.

د دې شورا یو غړی مجید اخندزاده وايي چې طالبان په شمالي ولسوالیو کجکي او موسی کلا کې د بریښنا د عوایدو له ټولولو څخه دا پیسې ترلاسه کوي.

اخوا د هلمند د بريښنا ریاست هم تاییدوي چې طالبان په دغو سیمو کې د بریښنا عواید ټولوي؛ خو دقیق شمېر یې نه ښيي.