د روسیې جنګي الوتکو په سوریه کې د داعش دولس اهداف په نخښه کړي دي

روسيه وايي، په سوريه کې يې د درېيمې ورځې لپاره هوايي حملې کړي او د اسلامي دولت ډلې يا داعش ١٢ اهداف يې په نښه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په سوريه کې د مسکو د اقداماتو پر اهدافو ډيپلوماټيک کړکېچ په زياتېدو دى.

د روسيې د دفاع وزارت وياند "ايګور کوناشينکوف" د روسيې خبري اژانس ته وويل چې د هېواد هوايي ځواکونو يې پرون په سوريه کې ١٤ الوتنې کړي او د اسلامي دولت ډلې يا داعش پر اهدافو يې شپږ حملې کړې دي.

ده ويلي، په دغو حملو کې په ادلب ولايت کې د داعش ډلې عملياتي مرکز هم په نښه شوى او ويجاړ کړل شوى دى.

تر دې مخکې د روسيې د دفاع وزارت په اعلاميه کې راغلي وو چې جنګي الوتکو يې د سوريې په حلب کې د قوماندې او د ارتباطاتو مرکزونه په نښه کړي او په ادلب کې يې د داعش يوه پوځي کمپ ويشتلى دى.د روسيې دفاع وزارت وايي په حُما ولايت کې يې هم د اسلامي دولت ډلې د قوماندې يو مرکز ويجاړ کړى دى.

خو د سوريې د بشري حقونو د څار اداره چې مرکز يې په بريتانيا کې دى او د سوريې شخړه څاري، دغه راز په سوريه کې له بېلابېلو سرچينو سره اړيکې لري ويلي، چې په ويشتل شويو ساحو کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې حضور نه درلود.