په سوريه کې د روسيې له خوا تازه حملې شوي

روسيې په سوريه کې يو وار بيا هوايي حملې کړي او د اسلامي دولت يا داعش ځينې نور اهداف يې په نښه کړې دي.

روسيه وايي، په سوريه کې يې د درېيمې ورځې لپاره هوايي حملې کړي او د اسلامي دولت ډلې يا داعش ١٢ اهداف يې په نښه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په سوريه کې د مسکو د اقداماتو پر اهدافو په ډيپلوماتيک ډګر کړکېچ په زياتېدو دى.

د روسيې د دفاع وزارت وياند "ايګور کوناشينکوف" د روسيې خبري اژانس ته وويل چې د هېواد هوايي ځواکونو يې پرون په سوريه کې ١٤ الوتنې کړي او د اسلامي دولت ډلې يا داعش پر اهدافو يې شپږ حملې کړې دي.

ده ويلي، په دغو حملو کې په "ادلب" ولايت کې د داعش ډلې عملياتي مرکز هم په نښه شوى او ويجاړ کړل شوى دى.

تر دې مخکې د روسيې د دفاع وزارت په اعلاميه کې راغلي وو چې جنګي الوتکو يې د سوريې په حلب کې د قوماندې او د ارتباطاتو مرکزونه په نښه کړي او په ادلب کې يې د داعش يو پوځي کمپ ويشتلى دى.

د روسيې دفاع وزارت وايي؛ په "حُما" ولايت کې يې هم د اسلامي دولت ډلې د قوماندې يو مرکز ويجاړ کړى دى.

خو د سوريې د بشري حقونو د څار اداره چې مرکز يې په بريتانيا کې دى او د سوريې شخړه څاري؛ دغه راز په سوريه کې له بېلابېلو سرچينو سره اړيکې لري؛ ويلي چې په ويشتل شويو ساحو کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې حضور نه درلود.

بله خوا د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد المعلم پرون په نيويارک کې د ملګرو ملتونو اويايمې کلنۍ غونډې ته په وينا کې وويل په سوريه کې هوايي حملې په يوازې سر ټروريزم نه شي ختمولاى:

”د ټروريزم په وړاندې مبارزه يوازې د هوا له لارې ممکنه نه ده؛ مخکني ټول عمليات چې په دې هدف شوي؛ د دې پديدې د خپرېدو سبب شوي دي.

تر هغو چې د سوريې له پوځ سره هوايي حملې همږغي شوي نه وي؛ دا حملې بې ګټې دي. د سوريې پوځ په سوريه کې يوازنى ځواک دى چې د ټروريزم په وړاندې مبارزه کوي.“

وروسته له هغې چې تېره مياشت روسيې په سوريه کې خپل پوځي حضور پراخ کړ؛ مسکو په وار- وار ادعا کړې چې په سوريه کې يې د پوځيانو او پوځي تجهيزاتو د ځاى پر ځاى کولو هدف د ټروريزم ماتول دي.

په همدې حال کې د کرملين وياند "دميتري پيسکوف" خبريالانو ته وويل چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين پرون په پاريس کې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ته په ټينګار سره وويل چې په سوريه کې د مسکو اقدامات له نړيوالو قوانينو سره مطابقت لري او هدف يې د ټروريزم په وړاندې مبارزه ده.

ګومان کیږي روسيه د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د رژيم ملاتړې ده او داسې ښکاري چې د داعش ډلې د سنګرونو پرځاى د اسد مخالف جنګيالي په نښه کوي؛ داسې اندېښنې هم شته چې روسيه هڅه کوي د سوريې ولسمشر اسد پر واک پاتې شي.

ترکيې او د امريکا تر مشرۍ لاندې په ائتلاف کې يې نورو متحدانو چې د داعش پرضد پوځي عمليات پرمخ بيايي؛ له روسيې غوښتنه کړې چې د سوريې د رژيم پر مخالفانو هوايي بمبارۍ بندې کړي؛ د دې پرځاى دې د داعش ډلې او په القاعده پورې د تړلو وسله والو پر وړاندې پر مبارزه تمرکز وکړي.

د سوريې په څلورکلنه کورنۍ جګړه کې تر دوه نيم لکه زيات کسان وژل شوي او تر لسو مليونو زيات نور کسان له خپلو سيمو بېځايه شوي دي.