جاش:د روسیې حملې، له تفکیکه پرته په سوریه کې د اپوزیسیون د پلویانو پرضد ترسره کیږي

سپینه ماڼۍ وايي، د روسیې هوايي حملې، له تفکیکه پرته په سوریه کې د اپوزیسیون د پلویانو پرضد ترسره کیږي.

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو مسئول جاش ارنسټ پرون وویل، د روسیې جنګي الوتکو د دوهمې ورځې لپاره هم د سوریې په خاوره کې هوايي حملې کړې او په یوه مورد کې یې د هغو ملیشو مرکز ویشتی چې د امریکا د استخباراتو ادارې [سي ای اې ] روزلي وو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون په ملګروملتونو کې وویل چې مسکو یوازې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې/ داعش پر ځایونو بمبارۍ کوي.

خو د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي مسئول جاش ارنسټ وویل: که چېرې روسیه په ريښتیا غواړي چې د داعش پرضد مبارزه وکړي، باید په هغه ۶۵کسیز ائتلاف کې شامل شي چې د امریکا په مشرۍ، د دې ډلې پر ضد عملیات کوي.