محمد خاور: وردوج ولسوالۍ له مرکزه د مرستې د نه رسیدو له امله سقوط وکړ

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وایي، چې نن سهار وردوج ولسوالۍ د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې راغلې.

د وردوج ولسوالۍ ولسوال دولت محمد خاور ازادي را‌ډیو ته وویل چې سلګونو وسله والو مخالفانو تیره ورځ له څو لوریو پر ولسوالۍ برید کړی و چې له مرکزه د مرستې د نه رسیدو له امله دې ولسوالۍ سقوط وکړ.

نوموړي وویل چې په دې برید کې افغان ځواکونو او وسله والو مخالفانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې خو د دقیق شمېر په اړه څه ونه ویلي.

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.