د پاکستان پوځي مقامات ادعا کوي چې د دې هېواد جنګي الوتکو په شمالي وزيرستان کې د افراطي وسله والو پر مرکزونو تازه هوايي بريدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې وراړولې ده.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر پرون په يوه بيان کې وویل چې د پوځ جټ الوتکو ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په لیرې پرته سيمه دته خېلو کې د وسله والو پر مرکزونو هوايي حملې وکړې چې لږترلږه ٢٥ وسله وال په کې وژل شوي دي.
که څه هم پوځي مقامات په دې بمباریو کې د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا کړې خو تردې دمه يې د وژلو شويو وسله والو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.
د پاکستان امنيتي ځواکونو په دې وروستيوکې د شمالي وزيرستان په لرې پرتو سيمو شوال او دتاخېلو کې د وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه ډېر کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستانيو پوځيانو د تېر ٢٠١٤م کال د جون له پنځلسمې نېټې راهيسې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عمليات پيل کړي دي چې لا هم دوام لري او د پراخو برياوو ادعا پکې کوي.