پاکستان: ۲۵مشکوک وسله وال په شمال لویدیځ کې وژل شوي

پاکستاني پوځیان وایي، پنځه ویشت مشکوک وسله وال د افغانستان پولي ته نژدې د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې د هوایي برید پرمهال وژل شوي دي.

د پاکستان د استخباراتو یوه چارواکي وویل، په نننۍ بمباري کې د وسله والو شپږ پټن ځایونه د افغانستان له پولي نژدې څلویښت کیلومتره لرې ویجاړ شول.

د پاکستان حکومت له تیر کال راهیسې په قبایلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو پر ضد پر له پسې عملیات کوي، په ځانګړي ډول په شمالي وزیرستان کې.

خو افغانستان انتقاد کوي چې پاکستان افغان طالبان پرې ایښې دي چې د دوی په خاوره کې پناه واخلي او له هغه ځایه د افغانستان دننه عملیات وکړي.

پاکستان دا تورونه ردوي او افغانستان او هند ملامتوي چې د هغو وسله والو ملاتړ کوي چې د پاکستان د حکومت پرضد جنګیږي.