افغان ځواکونو د بهرنیو پوځیانوپه ملاتړ په کندز ښارکې عملیات پيل کړي

راپورونه وايي چې افغان ځواکونو د بهرنیو پوځیانو په ملاتړ د کندز په ښارکې د طالبانو پرضد عملیات پيل کړي دي.

دا عملیات درې ورځې وروسته تردې شروع شول چې طالبانو د کندز ښار ونیو.

افغان ځواکونو د کندز ښار تر سقوط وروسته له ګاونډي بغلانه مرستندویه ځواکونه کندزته ور وغوښتل چې په لاره کې د طالبانو له کمین سره مخامخ شول. خو امنیتي سرچیني وایي چې مرستندوی ځواکونه کندز ته رسیدلي دي.

بهرنیو ځواکونو د سې شنبې په ورځ د طالبانو پر مورچلو بمباري وکړه.

ځیني سرچینو د دې بمباري په ترڅ کې د کندز لپاره د طالبانو د نومول شوي والي، د هغه د مرستیال او لسګونو نورو طالبانو د وژلو ادعا وکړه خو طالبانو ځانونو ته اوښتي تلفات رد کړې دي.