د افغانستان په هوایي ډګرونو کې پر پانګونې بحث وشو

د امریکا د متحدایالتونو د سوداګرۍ خونو تیره ورځ په دوبۍ کې دا مساله په یوه غونډه کې وڅیړله چې څرنګه خصوصي سکتورد افغانستان په هغو هوایي ډګرونو کې پانګونه کولای شي چې ناټو ځواکونه ترې وځي.

د افغانستان د سوداګرۍ د خونو د نړېوالو اړیکو د څانګې مسوول اذرخش حافظي ازادي راډیو ته وویل چې دا پروګرام د افغانانو لپاره ډیرګټور دی او پر دې هوایي ډګرونو بهرنیانو ډیرمصرف کړی دی:

((دا هوایي ډګرونه چې امریکایانو جوړ کړي دي په ډیرښه سټنډرډ جوړ شوي.

نژدې دوه میلیارډه ډالر پرې لګیدلي دي او د افغانستان لپاره دا یوه ښه شتمني ده.))

د دوبۍ په غونډه کې د افغانستان د حکومت یو شمېرچارواکو هم برخه اخیستې وه.

دې غونډې ته امریکایي جنرال تاد سیمونایټ وویل چې امریکایي او ناټو ځواکونه له پلان سره سم غواړي چې د افغانستان له ټولو هوایي اډو څخه په بشپړ ډول ووځي او که چیرته خصوصي سکتور په دې اډو کې پانګونه ونه کړي د دې ځایونو د امنیت ساتنه به د افغان ځواکونو لپاره یو بل بار شي.