د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري او د روسیي د بهرنیوچارو وزیر سرګي لاوروف موافقه وکړه چې د دواړه هېوادونو پوځي ځواکونه به له ننه خبرې پیل کړې چې په سوریه کې د تصادفي نښتو مخه ونیول شي.
په سوریه کې د اسلامي دولت په وړاندې روانه جګړه کې د روسيي ځواکونو او د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو ترمنځ د تصادفي نښتو خطر وروسته له هغې زیات شو چې د چهارشنبې په ورځ روسیې د لومړي ځل لپاره په سوریه کې دننه هوایي بمباري وکړه.
روسیی وویل چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ځایونه یې په نښه کړي دي خو امریکایي چارواکو او د سوریي د اپوزیسیون ډلو ویلي چې روسیي هغه ځایونه ویشتي چې هلته داعش نشته.
د امریکا د بهرنیوچارو وزیرجان کري وایي چې واشنګټن دې ته ډیراندیښمن دی، که چېرته روسیي الوتکو په سوریه کې هغه ځایونه په نښه کړې وي چې هلته داعش او نورې افراطي وسله والې ډلې نه وي.
جان کري د ملګروملتونو د امنیت شورا هغې غونډې ته چې مشر یې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وو، وویل، امریکا او ملاتړي یې د دې هرکلی کوي چې روسیه هم په دې جګړې کې برخه واخلي خو په دې شرط چې د مسکو نیت دا وي چې د اسلامي دولت ډله وځپل شي.
جان کري زیاته کړه چې موږ دې ته ډیره اندیښنه لرو چې روسیي الوتکو له داعش او د القاعده له ملاتړیو پرته پر نورو بمباري کړې وي.
روسیې یوه اندازه وسلې، پرمختللي جټ الوتکې او پرسونل د سوریې په لویدیځ کې ځای پرځای کړي دي.