د کندز ولایت د اماما صیب ولسوالۍ هم د وسله والو طالبانو لاس ته ولویده، د امام صیب ولسوال امام الدین قریشي ازادي رادیو ته وویل چې شاوخوا لس دقیقې وړاندې نوموړې ولسوالۍ سقوط کړی او ټول امنیتي چارواکي د شیرخان بندر ته راغلي.
ښاغلي قریشي اندیښنه وښوده چې که تازه دمي ځواکونه د مرستې لپاره رانشي ممکن شیرخان بندرهم سقوط وکړي.
امام صاحب ولسوالۍ د کندز د یوه سرحدي ولسواليو څخه ده چې د شیرخان بندرله لارې له تاجکستان سره ګډه پوله لري.