د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف وايي، د تهران هغه هڅې يې ناکامه کړي چې غوښتل يې يمن ته د بيړۍ په وسيله وسلې واستوي.
د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف په يمن کې د حوثي ډلو سره، چې ايران يې ملاتړکوي، په جګړه بوخت دي.
دغه ايتلاف نن په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په يوه بيړۍ کې چې د عُمان په سمندر کې د سپتمبرپه ۲۶مه نيول شوې وه، بېلابېل ډولونه راکټونه او نورمهمات بار ووچې باورکيږي حوثي ځواکونو ته رسول کېدل.
د خبرپاڼې له مخې، په بيړۍ کې څوارلس ايرانيان سپاره وو او د ملکيت اسناد يې د يوه ايراني په نامه وو.
د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف د مارچ میاشتې راهيسې د حوثي او نورو ياغي ډلو پر وړاندې هوايي حملې کړي. دغو ياغي ډلو د يمن پرګڼ شمېرسيموتېرکال خپله ولکه ټينګه کړه.