پنټاګون:امریکا او روسيه به په سوريه کې د داعش په اړه خبرې وکړي

د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون پرون اعلان وکړ چې د امریکا او روسيې پوځونه به په سوريه کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش پر وړاندې د خپل فعاليتونو په اړه خبرې وکړي.

دغه اعلان له هغه وروسته شوی چې د دوشنبې په ورځ د امریکا ولسمشربارک اوباما او د روسيې ولسمشرولادیمیر پوټين په سوريه کې د داعش پرضد د عملیاتو پرمهال د دواړو هېوادونو د سرتيرو د نښتو د مخنيوي لپاره د پوځي چارواکو ترمنځ پرخبرو موافقه وکړه.

د دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر ريس پيټرکوُک وويل چې د خبرو تمرکز پردې دی چې په سوریه کې د روسيې پوځي فعالیتونه بايد د امریکا په مشرۍ د ايتلاف ځواکونو د عملیاتو پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي.

د امريکا دفاع وزيرايشټون کارټرپه خپل اعلان کې روښانه کړه چې د داعش په اړه دغه دواړه هېوادونه ګډ دريځ لري.

د امریکا په مشرۍ ايتلاف د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې پر اهدافو په منظم ډول بمباري کوي.

پنټاګون غواړي د هوايي ځواکونو خونديتوب هم يقيني کړي.