احدي وايي، د حکومت ضد اپوزیسیون جوړوي

د افغانستان د سوداګرۍ پخوانی وزیر او د افغان ملت ګوند افتخاري ریس انوارالحق احدي وايي چې د نورو په همکارۍ د حکومت ضد اپوزیسیون جوړوي.

ښاغلي احدي ازادۍ راډیو ته ویلي چې د اپوزیسیون جوړولو ته اړتیا ده او باید چې د حکومت پالیسۍ نقد شي.

ښاغلي احدي اوس مهالې حکومت یو ناکام حکومت ګڼي او د بدلون لپاره یې د بیا انتخاباتو وړاندیز کوي.

د ښاغلي احدي سره په دې اړه د خبرو جزیات د ازادي راډیو د دې اونۍ د حقیقت څه دی؟ په خپرونه کې اوریدلی شئ.

چمتو کوونکی: اجمل تورمان

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی