د یمن ولسمشر وايي، ایران غواړي چې هېواد يې له منځه لاړ شي.
عبد ربه منصور هادي تیره ورځ د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل دوي د دې لپاره په جګړه کې دي چې یمن د ایران لاس ته پرینووزي.
نوموړی تیره اوونۍ له سعودي عربستانه چیرته د یوه کال راهیسې جلا وطنه و، بیرته یمن ته ستون شو.
په همدې حال کې ملګري ملتونه اټکل کوي چې د یمن د نفوذ اتیا په سلو کې خوراک څښک او لومړنۍ روغتیايي اسانتیاوې نه لري.
خو ایران بیا د یمن د ولسمشر تورونه رد کړي او ټینګارکوي چې تهران د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي.