ولسمشر اشرف غني ډاډ ورکوي چې کندز د حکومت تر مدیریت لاندې دی.
ښاغلي غني دا موضوع نن تر غرمې وروسته په کابل کې یوې خبري ناستې ته د کندز ښار د وضعیت په اړه د وینا پر مهال یاده کړه.
((زه غواړم ټولو هېواد والو ته ډاډ ورکړم چې کندز زموږ تر مدیریت لاندي دی، له دې درکه موږ باید دښمن ته دا اجازه ور نه کړو چې وحشت او دهشت را منځته کړي.))
ولسمشرغني وویل چې د ده وړاندوینه په حقیقت بدله شوه چې روان کال به د افغان ځواکونو لپاره د ستونزو ډک کال وي.
پر همدې مهال د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزی دا ردوي چې ګواکې د کندز د سقوط په برخه کې دې کومه معامله شوې وي او په وینا یې په دغه ولایت کې امنیتي تدابیر نیول شوي وو.