پاکستان هغه کس اعدام کړ چې د بشري حقونو ډلو او د دې کس کورنۍ ویل؛ دا هلک چې کله جرم کاوه وړوکی و.
پاکستاني چارواکو وویل چې انصار اقبال تېره ورځ سپیده چاود د پنجاب په سرګودا زندان کې په دار ځوړند شو. انصار اقبال په ۱۹۹۶ کال کې په اعدام محکوم شوی و؛ خو د هغه مدافع وکیل ویل چې دی د جرم پر مهال پنځلس کلن و.
په بریتانیا کې د بشري حقونو یوې میشتې ډلې ویلي دي چې د زوکړې د نیټې او د ښوونځي اسناد یې د اقبال تر اعدام مخکې محکمې ته سپارلي و؛ خو هغې رد کړل او د حکم تر تنفیذ مخکې یې له ولسمشر مامون حسین څخه وغوښتل چې اقبال وبخښي.
د پاکستان د قانون له مخې هغه کسان چې عمر یې تر اتلسو لږ وي باید د مرګ په سزا محکوم نه شي.
په ۲۰۰۸ کال کې پاکستان د اعدام د سزا د مخنوي قانون لغوه کړ او تراوسه یې دوه سوه څلویښت تنه په اعدام محکوم کسان په دار کړې دي.