د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون پر کندز د وسله والو طالبانو حمله غندلې ده.
د سرمنشي د ویاند له خوا په خپاره شوي بیان کې د ښاغلي بان په حواله ویل شوي دي چې پر ملکي تاسیساتو او وګړو دا ډول حملې د نړیوالو بشري حقونو او بشري قوانینو څرګنده سرغړونه ده.
په بیان کې د حکومت د وسله والو مخالفینو له خوا په پکتیکا ولایت کې د والیبال په یوه میدان کې د وړمه ورځنۍ حملې یادونه هم شوې چې د پنځلسو ماشومان په ګډون ټول اولس کسان یې ووژل او لږتر لږه شپېته نور یې ټپیان کړل.
په بیان کې راغلي دي چې د ملګروملتونو سرمنشي په افغانستان کې د روان کړکېچ د سوله ییز حل غوښتنه کړې ده.