د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د کندز ښار د بېرته نیولو لپاره یې تدابیر نیولي او ډير ژر به د ښار وضعیت بدل شي.
د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال او د کورنیو چارو وزارت مرستیال وزیر پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې پر کندز ښار په پرونۍ حمله کې بهرنیو وسله والو او تروریستي ډلو لاس درلود.
د کورنیو چارومرستیال وزیر محمد ایوب سالنګي وویل؛ د ښار د بېرته نیولو لپاره جدي تدابیر نیول شوي دي.
((د ښار د بېرته نیولو لپاره پوځي پلان اوسمهال نه شم څرګندولای او په اړه یې خبرې کول مخکې له وخته ګڼم.))
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي؛ پر کندز ښار په حمله کې د القاعده ډلې؛ د ازبکستان اسلامي تحریک او نورو بهرنیونو وسله والو لاس درلود.
د کندز ښار په جګړه کې د ملکي تلفاتو په اړه دقیق رپوټ نه شته.
امنیتي چارواکو پرون وویل چې د ښار د سرو زرو مارکیټ، د خلکو دوکانونه او سرایونه چور شوي دي. خو د وسله والو طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور ته په منسوبه اعلامیه کې پر کندز ښاریانو ږغ شوی چې د خپل امنیت او خپلو شتمنیو په اړه دې انديښنه نه کوي.