امریکا: له هر هېواد سره د سوریې د بحران د حل لپاره ګډ کار ته چمتو یو

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون وویل چې په سوریه کې د بحران د حل لپاره به له هر هېواد سره ګډ کار وکړي.

اوباما په ځانګړي ډول، روسیې او ایران ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې په سوریه کې وضعیت باید بدل شي.

((امریکا تیاره ده چې د روسیې او ایران په ګډون له هر هېواد سره د سوریې د بحران د حل لپاره ګډ کار وکړي. خو موږ باید په دې وپوهیږو چې تر دومره بحران او وینې بهیدو وروسته؛ وضعیت بېرته هغه څه ته چې تر جګړې مخکې وو؛ نه شي ستنیدلای.))

د امریکا ولسمشر وویل، کله چې روسیه د اوکراین په کورنیو چارو کې لاس وهنې کوي؛ نړیوال لاس تر زنې نه شي پاتې کېدلای؛ خو نړېوال د روسيې منزوي کول هم نه غواړي.