په روانه خپرونه کې له یوې معلولې میرمنې سره غږېدلې یو چې د کورنیو جګړ په وخت کې دواړه پښې غوڅې شوي دي؛ خو بیا هم مبارزه کوي، زحمت باسي او خپلو ماشومانو ته د هوسا ژوند په لټه کې ده.
لیلا هغه معلوله میرمن ده چې په اوویایمه لسیزه کې یې غبرګې پښې غوڅې شوي دي. د هغې په لیدو مې زړه ډېر خپه شو؛ خو دا چې لوړ همت یې درلود ورته حیرانه شوم؛ په نیم ځان په ولچر کې له سهاره تر بیېګاه کار کوي؛ زحمت باسي، ماشومان روزي او خوشاله ژوند کوي.
مېرمن لیلا په ملالۍ زیږنتون کې د آرشیف په برخه کې ماموره ده؛ په ۱۳۷۰کال کې یې د کور ترڅنګ راکټ ولګېده په دې پېښه کې یې دواړه پښې غوڅې شوې؛ هغه وخت د ښوونځي متعلمه وه؛ خو بیا هم زده کړو ته دوام ورکړ او له دولسم ټولګي نه فارغه شوه؛ وروسته بیا یو کس ورته د واده پیشنهاد وکړ اوس ۶ماشومان لري؛ خو دا چې خلک وایي، غم له غمه نه شرمیږي، نو دې سره هم همداسې وشول، خاوند یې لس کاله مخکې د یوې چاودنې پر مهال ووژل شو؛ دا پاتې شوه، ۶یتیم ماشومان او د خدای هیله.
Your browser doesn’t support HTML5
نیمه نړۍ: د معلولیت تر څنګ لوړ همت او کار کول
جوړوونکې: مسعوده نیازۍ