په کابل کې د جان اقا الکوزي د فاتحې مراسم

Your browser doesn’t support HTML5

د هېواد د وتلي ژورنالست او د ازادي راډیو پخواني همکار جان اقا الکوزي د فاتحې مراسم نن د کابل ښار په عیدګاه جامع جومات کې ترسره شول. د ارواښاد د فاتحې په مراسمو کې افغان چارواکو، د نوموړي د کورنۍ غړو او خپل خپلوانو او د رسنیو استازو برخه اخیستې وه. د فاتحې دا مراسم د ارواښاد الکوزي د کورنۍ، ازادي راډیو، ملي راډيو تلویزیون او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا جوړ شوي وو.