د هېواد د وتلي ژورنالست او د ازادي راډیو پخواني همکار جان اقا الکوزي د فاتحې مراسم نن د کابل ښار په عیدګاه جامع جومات کې ترسره شول.
د ارواښاد د فاتحې په مراسمو کې افغان چارواکو، د نوموړي د کورنۍ غړو او خپل خپلوانو او د رسنیو استازو برخه اخیستې وه.
د فاتحې دا مراسم د ارواښاد الکوزي د کورنۍ، ازادي راډیو، ملي راډيو تلویزیون او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا جوړ شوي وو.
په مراسمو کې د ارواښاد الکوزي روح ته دوعاوې وشوې.