د سعودي یو جنرال د یمن پولي ته څیرمه وژل شوی دی

د سعودي عربستان پوځ وايي، د دغه هېواد په جنوب کې يې د يمن پولي ته څېرمه يو جنرال وژل شوى دى.

د سعودي عربستان دولتي اژانس نن راپور ورکړ، چې جنرال ابراهيم حمزي په جازان ولايت کې د دندې پر مهال له ټپي کېدو وروسته په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

د پېښې د څرنګوالي په اړه يې نورجزئيات نه دي ورکړي.

تردې مخکې د عربستان د کورنيو چارو وزارت ويلي وو، يو ډګروال او بل سرحدي ساتونکى يې وړمه ورځ ناوخته په جازان ولايت کې د وسله والې جګړې او د يوه ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

وروسته له هغې چې په مارچ مياشت کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف، په يمن کې د شيعه حوثي ياغيانو پرضد هوايي حملې پيل کړې، د پولې په اوږدو کې ډزې او د توغنديو ويشتل زيات شوي دي.

رياض دغه پوځي مبارزه د يمن د ولسمشرعبدالربُه منصورهادي د حکومت د غښتلتيا لپاره پيل کړي چې دغو ياغيانو سيمې ورڅخه نيولې.