اذربایجاني ځواکونو څلور ارمني نژاده سرتیري وژلي دي

څلورارمني نژاده سرتیري د اذربایجان ځواکونو له خوا د ډزو او هاوانونو په نتیجه کې وژل شوي دي.

د نګورنو قره باغ دفاع وزارت وایي دغه سرتیري پرون نګورنو قره باغ ازادي شوې سیمې ته نژدې ووژل شوه.اذربایجان تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تردې یوه ورځ دمخه ارمنستان ویلي چې درې ملکي ښځي د ارمنستان په تاووش سیمه کې د اذربایجان ځواکونو د ډزو په پایله کې وژل شوي دي .