د افغان حکومت اجرائې رئیس عبدالله عبدالله وايي، داسې څرګندیږي چې د دوامدارې، نړېوالې پراختیا 15 کلن پلان یو اغیزمن ماموریت دی خو په بریالیتوب سره ترسره کول یې، په حکومتونو پورې اړه لري.
عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې د ګډون لپاره، نیویارک ته تللی دی.
ښاغلي عبدالله پرون [جمعه] د ملګروملتونو د سازمان د مشرانو په هغه غونډه کې وینا وکړه چې د دې 15 کلن پلان په اړه جوړه شوې وه .
د نړېوالې پراختیا 15 کلن پلان غواړي چې له فقرسره مبارزه وکړي او ځمکه د اقلیمي بدلونو په وړاندې خوندي کړي.
اجرائې رئیس عبدالله عبدالله دې غونډې ته وویل چې نړیواله ټولنه د دې اهدافو د ترلاسه کوله لپاره سیاسي ارداې او تازه مشارکتونو ته اړتیا لري.