د حج او اوقافو وزارت: په مینا کې په مړو شوو حاجیانو کې لا ۵افغانان تایید شوي

د افغانستان د حج، ارشاد او اوقافو وزارت دا امکان نه ردوي چې د سعودي عربستان په مینا سیمه کې چې 717 حاجیان په بیروبار کې مړه شول، د افغانانو شمېر ترهغه زیات وي چې مخکې اعلان شوی وو.

د حج او اوقافو وزارت مخکې د 5 افغان حاجیانو موجودیت تائید کړی وو .

خو د حج، ارشاد او اوقاف وزیر فیض محمد عثماني پرون [جمعه] ازادي راډیو ته وویل:

((موږ د پيښې په سیمه کې د 5 تنو موجودیت تائیدوو خو له قراینو څرګندیږي چې ښايي زموږ نور وطنداران هم هلته وي خو موږ هیله لرو چې د افغانانو شمېر به زیات وي.

موږ اندیښنه لرو چې د افغان حاجیانو تلفات به ښايي په 5 تنو پورې محدود نه وي.))

ښاغلي عثماني زیاته کړه چې تر اوسه د 3 حاجیانو د مړینې خبر تائید شوی خو د وضعیت د څرنګوالي په اړه دقیق معلومات لا نه دي ورته رسیدلي.

له افغانستانه سږکال 20 زره کسان د حج لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.