د ایران ولسمشرحسن روحاني پرون [جمعه] وویل، له امریکا سره په اړیکو کې پرمختګ شوی خو په بشپړ ډول، د اړیکو عادي کولو ته لا ډیره لاره پاتې ده.
روحاني په نیویارک کې د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې تر پيل مخکې، د مطبوعاتي ادارو له یو شمیر استازو سره په خبرو کې وویل: په دې کې شک نشته چې وضعیت بدل شوی دي.
روحاني له امریکا او نورو غربي هیوادونو سره د خپل هیواد اټمي موافقه دتهران او واشنګټن د اړیکولپاره ستره ازموینه وبلله.
د ایران ولسمشرحسن روحاني ، د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی.
سپنې ماڼۍ ویلي چې د روحاني او ولسمشر اوباما ترمنځ کومه لیدنه لا نه ده پلان شوې.
حسن روحاني ویلي چې د لیدنو او کتنو په اړه تر خبرو مخکې باید، دواړه هیوادونه د یو شمیر لانجمنو مسلو پر حل فکر وکړي.